د څه باندې ۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
Sun, Dec 29 2024 10:02 AM
-
په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د کورداید موسسو WHH OHW، PRB، د پوهنې ملاتړ او د افغانستان لپاره د اسایش د برابرولو موسسو سره د ۹ میلیونه ۴۸۴ زره او ۹۷۸ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د دې هوکړه لیکونو له مخې د کورداید WHH, OHW, PRB موسسې په کابل، بلخ، جوزجان، سرپل او کندوز ولایتونو کې له ۱۳ زره ۶۱۰ راستنو شویو کورنیو او کوربه ټولنې سره د نغدي مرستو او غیر خوراکي توکو د کڅوړو په برخه کې ۹ میلیونه ۴۶۷ زره ۷۸ ډالره لګوي.
د افغانستان لپاره د اسایش موسسه د کوچنیو کاروبارونو، د حرفوي زده کړو، سواد زده کړې او په کابل ولایت کې ۴۰ راستنو شویو ته د ګنډلو ماشینونو د وېش په برخه کې ۵۶ زره ۹۱۳ ډالره لګوي
او د پوهنې د ملاتړ موسسه د مرستو د وېش په برخه کې د ۲۱ زره ۲۹۶ ډالر د خوراکي او غیر خوراکي توکو کڅوړو په برخه کې لګوي، چې به په بلخ ولایت کې به د ۱۴۰ بې ځایه شویو کورنیو او کوربه ټولنې لپاره ولګول شي.
دا هوکړه ليکونه د مهاجرينو چارو وزارت د مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد او د دغو بنسټونو د استازو له لوري لاسليک شول.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS