د مهاجرینو چارو وزیر د هزاره ګانو له مشرانو سره وکتل

sadam_morr
Tue, Apr 04 2023 8:11 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د ښاغلي اسدالله سعادتي په مشرۍ د هزاره قوم له استازو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل
په دغه ناسته کې د هزاره ګانو په ستونزو او مشکلاتو خبرې وشوې
ښاغلي حقاني وویل په اسلامي نظام کې قومي، سمتي، تنظیمي او مذهبي تعصبات ځای نلري، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او د افغانستان هر وګړی د بل په څېر محترم او د قدر وړ دی
نوموړي ډاډ ورکړ، چې ددوی مشورې، غوښتنې او ستونزې به له اړونده ارګانونو سره شریکې کړي او په اړه به یې لازم اقدامات ترسره کړي

Latest news

BACK TO NEWS