د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ له درنو ولسونو سره ولیدل

sadam_morr
Sun, Apr 17 2022 7:34 PM
_______________
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني پکتیکا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت د برمل ولسوالۍ له علماءو، سپین ږیرو او ددغه ولسوالۍ له ملکي او نظامي پرسونل سره ولیدل او د هغوی ستونزې او مشکلات یې واوریدل
ښاغلي حقاني وویل؛ زمونږ جنګ او دښمني د الله ددین لپاره وه، اوس چې اشغال ختم او اسلامي نظام نافذ دی مونږ له هیچا سره بد نه لرو نن د صبر، تحمل او یو بل منلو وخت دی
هغه همدا راز په دغه ولسوالۍ کې په نږدې ۵۰۰ بې وزله کورنیو، چې له سروی وروسته مستحقې پېژندل شوې وې د خوراکي توکو مرستې وویشلې
ښاغلي حقاني په دغه ولسوالۍ کې د انګور اډې فرضي کرښې له دروازې څخه هم لیدنه وکړه

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS