متقاعدينو کارمندانو او ښوونکو ته د کډوالو وزير لخوا د ستاينليک ډالۍ

sadam_morr
Sun, Apr 25 2021 10:19 PM
__________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي د ۱۴۰۰ کال متقاعدينو کارمندانو او ښوونکو ته ډالۍ ورکړې او د دوی د کلونو کلونو خدمتونو ستاينه يې وکړه.

  ښاغلي اخلاقي د دغومتقاعدينو کارمندانو او ښوونکو د ستاينې ترڅنګه وويل: موږ د تېرو کلونو په اوږدو کې ستاسو د هڅو چې د خلکو او اړمنو په برخه کې مو ترسره کړي ستاينه کوو.

دغه ستاينليکونه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي له لورې د وزارت متقاعدينو کارمندانو، د ظرفيت جوړونې، د وړکتون ښوونکو او د سواد زده کړې ښوونکوته ډالۍ شول.

 

Latest news

BACK TO NEWS