د کډوالو وزير؛ د هغو خلکو په وړاندې چې ټول پلانونه يې دخلکو د بېځايه کېدو لامل کېږي، د دولت کړنې د خلکو پام ځانته را اړه وي

sadam_morr
Sat, Feb 20 2021 2:23 PM
______

د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزير نور الرحمن اخلاقي او د کابل د والي محمد يعقوب خان حيدري په شتون کې نن په کابل کې ۱۵۰۰ بېځايه شوو کورنيو ته د نغدي مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.

سږ کال په ټول هېواد کې ۱۷۳۵۰ اړمنې او بېځايه شوې کورنۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د بوديجې له لارې د ژمنيو مرستو د پوښښ لاندې نيول شوي چې هرې کورنۍ ته به ۱۵۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شي. سربېره پردې شاوخوا ۵۵ زره نورې بېځايه شوې او اړمنې کورنۍ د نړيوالو همکارو ادارو له لورې د ژمنيو مرستو د پوښښ لاندې نيول شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير د بشردوستانه مرستو وېش خلکو ته د حکومت د مسئوليت يوه نمونه ياده کړه زياته يې کړه چې زموږ د کوښښونو او همغږۍ په پايله کې به سږ کال د اړمنو او بېځايه شوو له ډلې له ۷۰ زرو څخه زياتې کورنۍ د ژمنيو مرستو د پوښښ لاندې ونيول شي.

په ورته وخت کې د کابل والي په کابل کې د بېځايه شوو د وضعيت د بدلون لپاره خپلې هڅې اعلان کړې ويې ويل چې د خلکو د بېځايه کېدو يو لامل د افرادو او تروريستي ډلو امتيازات وو.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS