دباميانو ولايت د شېبر ولسوالۍ مشرانو او ځايي اوسېدونکو کډوالو چارو وزير د کارنو ستاينه وکړه

anwari_morr
Sun, Feb 23 2020 11:56 AM
دباميانو ولايت د شېبر ولسوالۍ مشرانو او ځايي اوسېدونکو کډوالو چارو وزير د کارنو ستاينه وکړه

د باميانو ولايت د شېبر ولسوالۍ يوشمېر مشران،سپين ګيري  او ځايي اوسېدونکي د کب په ۳مه کډوالو چارو وزارت ته راغلل او د کډوالو  او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي دکارونو ستاينه يې وکړه.

دوی په ملي او نړيواله کچه دکډوالو مديريت، دکډوالو په زور سره ويستلومخنيوی، په خپله خوښه راستنېدوته زمينه برابرول، په وخت سره داخلي بېځايه شوو ته لاس رسی، دپرمختيايي پلانونو په پلي کولو سره دکډوالو په ښارګوټوکې د ژوند دښه شرايطو برابرول او د باميانو ولايت د کډوالو په قشقه ښارګوټي کې دنمرو وېش په پنځوکلونوکې د عالمي  بلخي دمهمو کړنو او لاسته راوړنو څخه ياد کړل.

دکډوالو او راستنېدنکو چارو وزير د شېبر ولسوالۍ دمشرانو د راتګ څخه مننه وکړه او يادونه يې وکړه،چې چارواکي دخلکو دخدمت کولو پرته هېڅ دنده نلر، هغه زياته کړه څلوېښت کالو جګړو او نا امنيو دخلکو لپاره ډېرې ستونزې رامنځ ته کړي،چې يوه يې کډوالي او بېځايه کېدنه ده،هغه  هېله څرګنده کړه چې په هېواد کې د سولې په راتلو سره دجګړې او ناامنۍ پای، دکډوالۍ پای او دهېواد خلکو لپاره ديوالي تفاهم او خواږۍ شاهد اوسو.

هغه دا هم په ګوته کړه،چې دولسمشر دنوي فرمان په اساس اوس دهېواد هر وګړی کولای شي دخپل ولايت سربېره په نورو ولايتونوکې هم دکور لپاره غوښتنه وکړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS