تېره میاشت لسګونو زرو کسانو سره د سلګونو میلیونو افغانیو په ارزښت مرستې وشوې

anwari_morr
Tue, Apr 07 2026 1:36 PM

تېره میاشت د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې له ۸۵ زره ۷۴۷ تنو بېځایه شویو، راستنو شویو او کوربه ټولنو سره د ۳۴۴ میلیونه ۶۲۹ زره ۸۷۳ افغانیو په ارزښت مرستې وشوې.
دغه مرستې، چې نغدي، خوراکي، اغوستلو جامې او نور اړین توکي پکې شامل وو، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دویمو واحدونو په همغږۍ، د همکارو بنسټونو له لوري د هغوی د ستونزو هواري او ملاتړ په موخه کابل، پروان، کاپیسا، ننګرهار، لغمان، کونړ، خوست، پکتیکا، میدان وردګو غزني، کندهار، هلمند، زابل، هرات، فراه، بادغیس، نیمروز، بلخ، بغلان، سرپل، جوزجان، فاریاب، کندز او تخار ولایتونو کې وېشل شوې دي.
د یادولو ده، چې یادې مرستې د راستنېدونکو او بېځایه شویو د ستونزو هواري په موخه د اسلامي امارت او د دغه وزارت له هڅو ګڼل کېږي.

Latest news

BACK TO NEWS