په کابل کې له لسګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
Tue, Feb 17 2026 2:32 PM
ـ

د هغو ژمنیو مرستو پر دوام، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر لخوا د اهل خیر کسانو په همکارۍ پیل شوې وې، د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ۸۴ راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د رهبرۍ لخوا د اهل خیر کسانو په همکارۍ هرې کورنۍ ته خوراکي او غیرخوراکي توکي، چې یوه بورۍ وړه، ۲ بورۍ وریجې، ۳ کیلو شین او تور چای، ۱۰ کیلو بوره، یو من لوبیا، ۵ کیلو چڼې، ۲ بوتله غوړي، ۴ کیلو مکروني، ۲ پاکټه مالګه، ۵ کیلو چاکلیټ او ۱۰ چکۍ صابون پکې شامل و، ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده، چې دغه مرستې به په راتلونکې کې هم له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو لپاره دوام ولري.
د افغانستان اسلامي امارت له راستنېدونکو او کډوالو څخه هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی.

Latest news

BACK TO NEWS