د څه باندې یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
Wed, Feb 19 2025 2:35 PM
_
 
په مهاجرینو چارو وزارت کې د یو میلیون ۷ سوه ۳۰ زره او ۲۴۲ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه د افغانستان خلکو لپاره د بشري مرستو او د اقتصادي، ټولنیزې او ظرفیت لوړونې ودې موسسو سره لاسلیک شول.
د دغو هوکړه لیکونو پر بنسټ دا موسسې به پورتنۍ پیسې په هرات، بادغیس، فراه او کندهار کې د نغدي پیسو او خوراکي توکو په برخو کې لګوي، چې ۳۱ زره او ۹۰۹ تنه راستانه شوي به ترې ګټه واخلي.
هوکړه لیکونه د د وزارت د مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد او د موسسو د استازو ترمنځ لاسلیک شول.

 

Latest news

BACK TO NEWS