په میدان وردګو ولایت کې لسګونو کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
د غبرګولي میاشتې په ۱۲ مه نیټه په ميدان وردګو ولايت کې ۵۵ راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وشوې.
یادې شوې کورنۍ، چې د ایران او پاکستان څخه په جبري توګه راستنې شوې وې، چې د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې له لوري هرې کورنۍ ته (٥٠) کيلو ګرامه غنم، د ماشومانو د البسې یو دانه کيټ، د اوبو یو دانه سطل، دوه دانې د اوبو بوشکې، څلور ځان پاکونه، څلور دانې د لاس مينځلو صابون، دوه کمپلې، يو دانه د غذا خورۍ سيټ او دوه جوړې چپلکې ورکړل شوې.