په سرپل ولایت کې سلګونو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

د غوایي میاشتې په ۲۰ مه نیټه د سرپل ولایت په صیاد، قلعه سوزمه او مرکزي کلیو کې د ۱۶۹ کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې.
یادې کورنۍ، چې مخکې سروې او پېژندل شوې وې، د همکارو بنسټونو له لوري هر کورنۍ ته (د کار وسایل او مواد د پیسو په بدل کې) ووېشل شول. دا مرستې د راستنېدونکو او کوربه ټولنو د اړتیاوو پوره کولو او با عزته راستنېدو په موخه د کډوالو آمریت او اقتصاد ریاست د استازو په شتون کې ترسره شوې.