غور کې پر بېځایه شویو د څښاک د اوبو ۱۵ ټانکرونه ووېشل شول

sadam_morr
-


 د غور ولایت د پشته ګاو مورک په نوي ښارګوټي کې بېځایه شویو کورنیو ته د څښاک د اوبو د برابرولو په موخه د څښاک د اوبو ۱۵ ټانکرونه ووېشل شول.
 دغو کورنیو په دې ښارګوټي کې د څښاک د اوبو ټانکرونو ته خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې د پاکو اوبو د کمښت ستونزې یې لرې شوې او پاکو اوبو ته د لاسرسي زمينه ورته برابره شوه.
 د څښاک د اوبو دا ټانکرونه په دغه ولايت کې د ارسو موسسې له لوري مرسته شوي وو.