تخار کې له ۲۲۳ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې پرون د غبرګولي پر شپږمه له ۲۲۳ سیلابونو ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه کورنۍ چې په تخارکې د وروستيو سېلابونو له امله زيانمنې شوې وې، هلته د مهاجرینو چارو رياست له خوا سروې او تشخيص شوې وې او د ډاکر او آغاخان موسسو له لوري هرې کورنۍ ته یوه خیمه، درې کمپلې، یوه ګازډبه، سولري څراغونه، روغتیایي او د جامو کڅوړې ورکړل شوې.