په لوګر ولایت کې د میشت ځایونو د ولایتي کمیټې بېړنۍ ناسته جوړه شوه
د لوګر ولایت د مېشتېدنې ولایتي کمېټې بېړنۍ ناسته د سلواغې په ۲۵مه نېټه د دغه ولایت د غونډو په تالار کې د مرستیال والي په مشرۍ ، د مؤسسو د رییسانو او د اړوندو دولتي ادارو د استازو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د اجباري او په خپله خوښه راستنیدونکو د وضعیت د ښه والي په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
ګډونوالو ژمنه وکړه چې د راستنیدونکو وضعیت ته د رسیدو له پاره به همکاري وکړي.