ایران څخه تر زرو زیات مهاجرین پخپله خوښه او په جبري توګه هېواد ته راستانه شول
په ايران کې مېشت یو زره او ۱۵۹ مهاجرین د سلواغې پر ۱۰مه نېټه د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
د هرات د اسلام کلا د سرحدي آمربت د معلوماتو له مخې، په یاد کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۴۴۸ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.
دغه راز له ۳۵ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه، ۳۲ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچلډ موسسې ته ور وپېژندل شول او ۱۱۳ تنو ته هلته په پوله کې د ګومارل شوو کمېټو له خوا وړیا سیمکارتونه ووېشل شول.
او ۳۶۲ تنه نور له روغتیايي خدمتونو برخمن شول.