د هېواد په ولایتونو کې  تر ۲۰ زره زیاتې کورنۍ له بشري مرستو برخمنې شوې

anwari_morr

تېره یوه میاشت (مرغومې) کې په ۲۶ ولایتونو کې تر ۲۰ زره زیاتو جبري راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو سره د مهاجرینو چارو وزارت  د ګومارل شوو کمېټو او دویمو واحدونو له خوا مرسته وشوه.

 د مهاجرینو چارو وزارت له دویمو واحدونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې په کندهار، ننګرهار، بلخ، سمنګان، هرات، بامیان، جوزجان، بادغیس، لغمان، تخار، هلمند، فراه، فاریاب، لوګر، کندز، غزني،  کاپيسا، بغلان، بدخشان، سرپل، پکتيا، پکتيکا، خوست، ميدان وردګ، اروزګان او نورستان کې د ځینو نړيوالو مرستندويه موسسو په همکارۍ ۲۳ زره او ۵۷۲ د جبري راستنېدونکو او طبيعي پېښو له امله بېځايه شويو کورنيو سره مرسته شوې ده.

 سرچينې زياته کړې، چې په وېشل شويو مرستو کې خوراکي توکي، ژمنۍ جامې، نغدې پيسې، روغتيايي، کڅوړې، د وړيو اوبدلو ماشين، سولر، بخارۍ او د سوزولو لرګي شامل ول، چې د مرستندويه بنسټونو د استازو په شتون کې ووېشل شول.