سرپل ولایت کې له ۲۳۲ کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

د سرپل ولایت د مهاجرینو چارو ریاست دمرغومې پر ۲۸مه له ګاونډیو هیوادونو څخه په ۲۳۲  راستنو شویو کورنیو باندې د نغدي پیسو او جامو مرسته وویشله.

 يادې کورنۍ پخوا د دغه ولايت په مرکز کې د مهاجرينو رياست له لوري اړمنې پيژندل شوې وې، چې وروسته د مهاجرت نړيوال سازمان له لوري ۱۳ زره او ۹۰۰ افغانۍ، درې کمپلې او د ژمنيو جامو يوه کڅوړه مرسته ورسره ووه.