د هېواد په ولایتونو کې له ۳۰ زرو کورنیو سره مرسته وشوه 

anwari_morr

 په تېره یوه میاشت کې د وزارت د ګومارل شویو کمېټو او دویمو واحدونو له‌خوا په ۲۹ ولایتونو کې له ۳۰زرو څخه زیاتو راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه. 
د مهاجرینو د چارو وزارت له دویمي واحد څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې په هرات، غزني، تخار، سمنګان، بلخ، سرپل ننګرهار، جوزجان، بامیان، کندهار، بادغیس، پروان، خوست، بغلان، پکتیکا، کندز، کاپيسا، پکتيا، هلمند، پنجشير، فراه، غور، فارياب، ارزګان، خوست، بدخشان، لوګر، ميدان وردګو او لغمان کې د يو شمېر نړۍوالو موسسو په همکارۍ د جګړو او طبيعي پېښو له امله ۳۰ زره او ۱۰۲ اړمنو راستنېدونکو او بېځايه شويو کورنيو سره مرسته شوې ده.
 سرچينې زياته کړې، چې په وېشل شويو مرستو کې خوراکي توکي، نغدې پيسې، روغتيايي، جامې، د شېدو وزې، د پخلنځي لوښي، د وړيو د سپينولو ماشين، سولر او حرارتي توکي شامل وو، چې د مرستندويو موسسو استازو په حضور کې وېشل شوي دي.