د هېواد په ولایتونو کې له ۳۰ زرو کورنیو سره مرسته وشوه
په تېره یوه میاشت کې د وزارت د ګومارل شویو کمېټو او دویمي واحدونو لهخوا په ۲۹ ولایتونو کې له ۳۰زرو څخه زیاتو راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه.
د مهاجرینو چارو وزارت له دویمي واحدونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې په هرات، غزني، تخار، سمنګان، بلخ، سرپل ننګرهار، جوزجان، بامیان، کندهار، بادغیس، پروان، خوست، بغلان، پکتیکا، کندز، کاپيسا، پکتيا، هلمند، پنجشير، فراه، غور، فارياب، ارزګان، خوست، بدخشان، لوګر، ميدان وردګ او لغمان ولایتونو کې د يو شمېر نړۍوالو موسسو په همکارۍ د جګړو او طبيعي پېښو له امله ۳۰ زره او ۱۰۲ اړمنو راستنېدونکو او بېځايه شويو کورنيو سره مرسته شوې ده.
سرچينو زياته کړې، چې په وېشل شويو مرستو کې خوراکي او روغتیایي توکي، نغدې پيسې، جامې، د شېدو وزې، د پخلنځي لوښي، د وړيو د اوبدلو ماشين، سولر او حرارتي توکي شامل وو، چې د مرستندويو موسسو د استازو په حضور کې وېشل شوي دي.