په خوست ولایت کې له ۸ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د خوست ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د لېندۍ پر ۲۸ نېټه پر ۸ کورنیو د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړی.
یادې کورنۍ د راستنېدونکو له جملې څخه دي، چې وړاندې د یاد ولایت د مهاجرینو چارو ریاست لهخوا مستحقې پېژندل شوې وې.
پر ۴ کورنیو ۶۱ زره او ۸۰۰ افغانۍ او پر څلورو نورو کورنیو ۳۰ زره او ۹۰۰ افغانۍ، د مرستو د همغږۍ مؤسسې په همکارۍ او د یاد ولایت د مهاجرینو چارو ریاست تر څارنې لاندې وویشل شوې.