سرپل کې لسګونه  کورنيو سره  نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
-

په سرپل ولايت  کې ۸۷ بېځايه شوو کورنيو ته د ليندۍ په ۲۲ مه نغدي مرستې ووېشل شوې.
يادې کورنۍ چې له وړاندې د دې ولايت د مهاجرينو د ادارې له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته د ناروې د مهاجرينو د ادارې له لوري ۲۰ زره او ۵۴۰ افغانۍ د ياد ولايت د مهاجرينو رياست تر څار لاندې ووېشل شوې.