د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr

د ايران څخه  يو زر او ۷۶۴ تنه افغان مهاجر د ليندۍ په  ۸ مه په خپله خوښه او جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعې د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو چې له ډلې يې ۲۷۳ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې ور سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې تر سره شوې.