کاپيسا کې له دوه سوو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې
په کاپيسا کې ۲۴۰ اجباري راستنېدونکو کورنيو ته د ليندۍ په ۷ مه نغدي مرستې او د پوښاک ژمنۍ کڅوړې ووېشل شوې.
دغه کورنۍ، چې د مهاجرينو چارو رياست له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د مهاجرت نړۍوال سازمان په مرسته او د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې ور ته ۳ تختې کمپلې، د پوښاک يوه ژمنۍ کڅوړه او ۱۵ زره او ۳ سوه افغانۍ ووېشل شوې.