د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د ايران څخه يو زر او ۹۰۶ تنه افغان مهاجر دليندۍ په ۲ مه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردين شامل وو له ډلې يې ۲۸۱تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول،چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.