د پاکستان څخه له دري زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د ليندۍ په ۲ او ۳ مه له پاکستان څخه د دري زره او ۶۴ اجباري راستنېدونکو د راستنېدو خبرورکړ.
د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چارو د آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې ۷۳۴کورنۍ، چې۳ زره او ۶۴تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي، چې د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادرې ته ور وبېژندل شول.