بعلان کې لسګونه کورنيو سره مرستې وشوې
په بعلان کې ۸۸ کورنيو سره د ليندۍ په لومړۍ نېټه نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې مخکې ددې ولايت د مهاجرينو رياست له لورې د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوي وي، هرې کورنۍ ته په دريوکټګوريو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو ادارې ترڅارنې لاندې د کارموندنې، نوې ځای پرځای کېدنې او د سرپناه د جوړولو په موخه ۷۹ زره او ۱۰۰، ۶۷ زره او ۱۰۰ او ۵۰ زره افغانۍ ووېشل شوې.