سرپل کې ۵۷ اجباري راستنېدونکو کورنيو سره مرستې وشوې
د سرپل ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په دغه ولايت کې ۵۷ کورنيو ته د لړم په ۳۰ مه د خوراکي او غير خوراکي توکو د وېش خبر ورکړ.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته د اکټېډ مؤسسې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو ادارې ترڅارنې لاندې ۳ کمپلې، ژمنۍ البسه او د د دغه ولايت د انسجام کمېټې له لورې د پخ شوو خوړو ۳۸۵ کڅوړې ووېشل شوې.