په يوشمېر ولايتونو کې له ۴۰ زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي
په تېرې يوې مياشت کې له پاکستان څخه له ۴۰ زرو زيات اجباري راستنېدونکو او بېځايه شوو سره په ۲۷ ولايتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د دويمي واحدونو له لارې مرستې شوي.
په ولايتونو کې مهاجرينو چارو رياستونو د معلوماتو پر بنسټ په هرات، غزني، تخار، سمنګان، بخل، سرپل، ننګرهار، جوزجان، باميان، قندهار، پروان، خوست، بغلان، پکتيکا، کندز، نورستان، کاپيسا، پکتيا، هلمند، پنجشېر فراه، غور فارياب، ارزګان او لغمان ولايتونو کې ۴۹ زره او ۳۸ اجباري راستنېدونکو او د تېرو جګړو او طبيعي پېښو له امله زيانمنو شوو کورنيو سره د مهاجرينو چارو ادارو په همکارۍ د يوشمېر نړيوالو همکارو بنسټونو په همکارۍ مرستې ترسره شوي دي.
سرچينې زياتوي، چې په وېشل شوو مرستو کې د خوراکي توکو کڅوړې، نغدې پيسې، روغتيايي، البسه، خېمې، د کور وسايل، شېدې لرونکې غواګانې، د ګنډلو وسايل او د صابون جوړولو وسايل د يادو بنسټونو د استازو په شتون کې وېشل شوي دي.