له پاکستان څخه له ٣ زرو زيات افغان مهاجر په خپله خوښه او اجباري توګه وطن ته راستانه شول
له پاکستان څخه ٣ زره او ١٢٦ تنه افغان مهاجر دلړم په ٢٩ مه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
د ننګرهار ولايت د تورخم د مهاجرينو چار د آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې ٦٨٢ کورنۍ شاملې وې، چې پخپله خوښه او اجباري توګه هېواد ته راستنې شوي دي.
د سرچېنې په خبره يادې کورنۍ د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان او یونسيار ته ور وپېژندل شوې.