په بغلان ولایت کې درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو

anwari_morr
-

په بغلان ولایت کې د لړم په ۲۷ مه د داخلي بې ځایه شویو د احتمالي ستونزو او ناقانونه کډوالۍ د څارنې تر نامه لاندې درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
ياد ورکشاپ د افغانستان د پرمختيايي انستيتوت په همکارۍ پيل شو او د مهاجرینو چارو رياست له طریقه ۱۰ تنو کارکوونکو په کې برخه اخيستې وه.
د ورکشاپ موخه د پوهاوي کچې لوړول او د کارمندانو د ستونزو د څارنې نوي میتودونو سره آشنا کول دي.