په يو شمېر ولايتونو کې له ۳۶ زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوې

anwari_morr

له پاکستان څخه ۳۶ زره او ۴۳۲ اجباري راستنېدونکو او بېځايه شوو سره په ۱۴ ولايتونو کې د لړم له ۱۳مې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې د مهاجرينو چارو وزارت د دويمي واحدونو له لارې مرستې شوې.
يادو کورنيو هرې کورنۍ سره په قندهار، ننګرهار، خوست، پکتيکا، هرات، سمنګان، هلمند، ارزګان، پکتيکا، تخار، جوزجان، باميان، پروان او بلخ ولايتونو کې د مهاجرينو چارو ادارو د يو شمېر نړۍوالو همکارو بنسټونو په همکارۍ نغدي او د خوراکي توکو مرستې ترسره شوې دي.