د ايران څخه له درې زرو زيات  افغان  مهاجر وطن ته  راستانه  شول

anwari_morr

د ايران څخه درې  زره او  ۸۹۲ تنه افغان مهاجر د لړم په ۱۶ مه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
د اسلام قلعې د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو، چې له ډلې يې ۳۸۳ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.