بلخ کې لسګونه کورنيو سره د درمنلې په موخه نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
-

د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې ۳۲ راستنېدنکو او بېځايه شوو کورنيو سره د درملنې په موخه د لړم په ۱۶مه د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړ.
دغه کورنۍ، چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې ۱۹ کورنيو هرې کورنۍ ته ۲۲ زره او ۹۰۰ او ۱۳ نورو کورنيو هرې کورنۍ ته ۲۷ زره او ۵۰۰ افغانۍ وېشل شوې دي.
د يوبل خبر له مخې د بلخ ولايت د راستنېدونکو او مهاجرينو بېړنۍ کمېټې د راستنېدونکو له پاره د مرستو د راټولو صندوقونه په دولسو ولسواليو او د روضې په دوو دروازو کې اېښي دي.