له تورخم څخه زرګونه کورنۍ بېلابېلو ولايتونو ته ولېږدول شوې

anwari_morr
-

د اجباري راستنېدونکو وضعيت ته د لاسرسي ترانسپورتي کمېټې د لړم په ۱۲مه د ننګرهار ولايت د تورخم څخه زرګونه کورنۍ بېلابېلو ولايتونو ته ولېږدولې.

 د يادې کمېټې د راپور پر بنسټ  د مهاجرينو خپلو سيمو  او له  تورخم عبوري ګذرګاه څخه کمپونوته د انتقالاتو دغه لړۍ دوام لري.

سرچينې زياتوي، چې د ملي دفاع وزارت د تحرکاتو لوا اړوند ۱۰۰ عرادې غټ نقليه وسايط په عبوري ګذرګاه کې په خدمت بوخت دي.