په تېرې يوې اوونې کې نږدې ۸  زره افغان مهاجر د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول

anwari_morr
-

په تېرې يوې اوونې کې  د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د پاکستان څخه ۷ زره او ۹۱۰ تنه افغان مهاجر هېواد ته راستانه شوي دي.
د سپين بولدک د مهاجرينو چارو د آمر د معلوماتو پر بنسټ يو زرو او۳۳۰ کورنۍ، چې ۷ زره او ۸۰۰ کېږي له ۱۱۰ آزاد شوو تنو افغانانو سره په جبري او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي، چې  د مهاجرينو چارو ادارې کې د ثبت وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادرې ته ور وپېژندل شول.
همدارنګه د ناروې او ډنمارک د مهاجرينو ټولنې له لوري يادو کسانو ته حقوقي مشورې ورکړل شوې او د دې ترڅنګ هر راستنېدونکي ته د خوراکي توکو يوه يوه کڅوړه ووېشل شوه.