د پاکستان څخه له ۵ زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
دننګرهار ولايت د تورخم او د قندهار ولايت د سپين بولدک له لارې د پاکستان څخه ۵ زره او ۱۹۶ تنه افغان مهاجر د لړم په لومړۍ نېټه هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولايت د تورخم او د قندهار ولايت د سپين بولدک د مهاجرينو چارو د آمر د معلوماتو له مخې ۶۷۶ کورنۍ، چې ۴ زره او ۶ تنه کېږي د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې او ۲۰۹ نورې راستنېدونکې کورنۍ چې يو زرو او ۱۰۹ تنه کېږي د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
سرچينې زياتوي، چې راستنېدونکي د مهاجرينو چارو ادارې کې د نومليکنې وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ور پېژندل شوي دي.