د ايران څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr

د ايران څخه دو  زره او ۸۲۴  تنه افغان مهاجر د تلې په ۲۶مه په خپله خوښه او جبري توګه  هېواد ته راستانه شوي.

د اسلام قلعې د سرحدي آمر په خبره په يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردين شامل وو چې له ډلې يې ۲۶۸ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان  ته ور وپېژندل شول او ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.