په نورستان ولایت کې له لسګونو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د نورستان ولایت په وانت وایګل ولسوالۍ کې له ۶۱ کورنیو سره د تلې په ۲۳مه نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې مخکې د دغه ولايت د مهاجرینو چارو رياست له خوا اړمنې پېژندل شوې وې د مهاجرینو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ له خوا پر دوى د ۶۱ زرو او ۸۰۰ افغانيو مرسته وېشل شوې ده.