بادغيس کې ۳۵ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې

anwari_morr
-

د بادغيس ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په دغه ولايت کې ۳۵ کورنيو ته د تلې په ۱۹مه د نغدي مرستو دوېش خبر ورکړ.

يادې کورنۍ، چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لوري سروې او د مرستو له پاره مستحقې په نښه شوې وې د ډنمارک د مهاجرينو ټولنې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو آمريت تر څارنې لاندې ور ته په بېلا بېلو کټګوريو کېر(۱۵ زره، ۱۶ زره، ۱۷ زره او ۱۴) زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.