د ايران څخه له درې  زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول

anwari_morr

د ايران څخه درې زره او ۱۴۰ تنه افغان مهاجر د تلې په ۱۸مه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.

د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردين شامل وو چې له ډلې يې ۲۸۲ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ترسره شوې.