بادغيس ولایت کې لسګونو مېرمنو ته کرنيزې کڅوړې و وېشل شوې

sadam_morr
-

د ټولنې د پياوړتيا له پاره د ښځو د یووالي مؤسسې له لوري د بادغيس ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ۷۵ بېځايه شوو او راستنېدونکو ميرمنو ته د وږي په ۲۶ مه کرنيزې کڅوړې وېشلې. 
يادو ميرمنو هرې يوې ته يې د شپږو مياشتو زده کړو وروسته چې د مېوو او سبزيجاتو د پروسس په برخه کې تر سره کړې وې يوه يوه کرنيزه کڅوړه، چې پکې ۱۶ قلمه مواد شامل وو د ذکر شوې مؤسسې له لوري ووېشل شوه.