لغمان کې (۱۹۷) کورنيو سره مرستې وشوې
د (UNHCR) دفتر له لورې د لغمان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۱۹۷) کورنيو سره د غوايي په (۲۸) مه نغدي مرستې وشوې.
دغه کورنۍ، چې څه موده وړاندې د لغمان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لورې د مرستو لپاره متسحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته (۶۱) زره او (۸۰۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.