کاپيسا کې سلګونو کورنيو سره د کور جوړولو په موخه نغدي مرستې وشوې
د (PIN) موسسې له لورې دکا پيسا ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د نجراب ولسوالۍ په دره افغانيه سيمه کې (۴۶۲) کورنيو سره د وري په ( ۲۷) مه نغدي مرستې وشوې.
د يادو کورنيو له ډلې (۳۴۱) کورنيو هرې کورنۍ ته په لومړي قسط کې ( ۵۲) زره، ( ۸۸۰) افغانۍ،( ۷۷) کورنيو ته (۱۹) زره او ( ۴۴) کورنيو هرې کورنۍ ته (۱۱) زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې.