بلخ کې (۲۰۰) کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې

anwari_morr
-

د آبي خيريه بنسټ له لورې د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ (۲۰۰) کورنيو سره د وري په ( ۶) مه د خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې مخکې د مهاجرينو چارو رياست له لورې د مزار شريف په درېيمې ناحيې کې سروې او د مرستو له لپاره مستحقې په نښه شوې وې هرې کورنۍ ته پېنځه لېتره غوړي، دوه کيلو مکروني، درې کيلو لوبيا، دوه کيلو بوره، دوه کيلو تور چای، يوه کيلو مالګه او يوه قوطۍ خرما ووېشل شوه.