په لسو ولايتونوکې له (۷) زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

anwari_morr
-

 

د يو شمېر مرستندويه بنسټونو له لورې په لسو ولايتو کې د مهاجرينو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او آمريتونو له لورې د کب د ( ۲۰) مې څخه تر (۲۵) مې  (۷۱۴۳) کورنيو سره مرستې شوې.

په يادو مرستو کې نغدې پېسې، خوراکي توکي، روغتيايي کڅوړې، د پخلنځي وسايل، د کور وسايل او د لمريزې برېښنا تختې شاملې وې، چې په قندهار، هرات، ننګرهار، سمنګان، هلمند، غزني، تخار، غور، پکتيا او جوزجان ولايت کې يادو کورنيو ته وېشل شوي دي.