جوزجان کې له زرو زيآتو کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرستې وشوې
د (IOM) او (DACAR) موسسې له لورې د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ ( ۱۵۰۷) کورنيو سره د غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
د يادو کورنيو له ډلې ( ۲۰) کورنيو څخه هرې کورنۍ ته د ډاکار موسسې له لورې ګرځنده حمامونه، (۴۹) د اوبو د تصفيې ماشينونه او د مهاجرت نړيوال سازمان له لورې (۴۸۷) کورنيو څخه هرې کورنۍ ته (۱۷۵۰۰) افغانۍ نغدې، درې کمپلې او يوه يوه ژمنۍ کڅوړه ووېشل شوه.