په څلورو ولايتونوکې له زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
-

د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې په څلورو ولايتونوکې د مهاجرينوچارو وزارت دولايتي  رياستونو په همکارۍ د سلواغې په ( ۱۱) مه (۱۷۸۶) کورنيو سره مرستې وشوې.

د يادو کورنيو له ډلې په باميانو کې د (AABRAR) موسسې له لورې (۹۳۶) کورنيو هرې کورنۍ ته (۳۳۱) امريکايي ډالره نغدې او  د(UNHCR) دفتر له لورې  په نميروز کې (۲۰۰) کورنيو ته په دوو کټګوريو کې (۶۱) زره (۷۰۰)، (۴۷) زره او (۷۰۰) ارزګان کې ( ۲۹۲) کورنيو ته او  هلمند کې ( ۳۵۸) کورنيو هرې کورنۍ ته (۴۷) زره او (۷۰۰) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.

يادې مرستې د ذکر شوو ولايتونو د مهاجرينو چارو رياستونو په همغږۍ او څارنې وېشل شوي دي.