غور کې له (۲۰۰) زياتو کورنيو سره مرستې وشوې
د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست په همکارۍ د سلواغې په ( ۶) مه (۲۰۴) کورنيو سره مرستې وشوې.
يادو کورنيو څخه هرې کورنۍ ته د سوخت لپاره (۲۰) منه لرګي، دوه بوجۍ اوړه د ولايت مقام له لورې، ژمنۍ بستره د مهاجرينو چارو امريت او سرې مياشتې ادارې له لورې او بيسکويټ، مربا، ملايي او اشک د طبيعي پېښو پروړاندې مبارزې ادارې له لورې ورکړل شو.