له زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه د مرغومي په ( 25) مه ( ۱۴۷۶) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د هرات ولايت د اسلام قلعه د مهاجرينو چارو د آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې ( ۱۹۳) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) او ( ۸) رد مرز شوي ماشومان د (WARCHILD) دفتر ته ور وپېژند شول.