بدخشان کې سلګونو کورنیو سره مرستې وشوې

sadam_morr
-----
د (AHH) او (DACAR) موسسې له لورې د بدخشان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٣٩٧) بېځايه شوو، راستنېدونکو ، اړمنو او کونډو ښځو سره نغدي او روغتيايي کڅوړو مرستې وشوې.
یادو کورنیو ته د وږي په (٢٤) مه د (AHH) موسسې له لورې دشهدا ولسوالۍ (٢٣٨) کورنیوهرې کورنۍ ته (٢١) زره افغانۍ او دارغنخواه ولسوالۍ (١٥٩) کورنیو ته (٨٥٠٠) افغانۍ او د (DACAR) له لورې یوه یوه روغنتيايي کڅوړه ووېشل شوه